زموږ په اړه
د افغان ساینسپوهانو او لیکوالانو یوه ډله چې له ۱۳۹۰ کال راهیسې په پښتو ژبه ساینسي متن، درسونه او ویډیوګانې جوړوي.
موږ څوک یو
هر څومره چې له طبیعي علومو سره آشنا کېږو په هماغه کچه مو مجبوریت او فکري اسارت له منځه ځي. په همدې موخه مو په ۱۳۹۰ کال کې د ژباړو، لیکنو او ویناوو له لارې د طبیعي علومو د ترویج سفر پیل کړ.
«زرغون د ساینسي منځپانګې جوړلو مرکز» د افغان ساینسپوهانو او لیکوالانو هغه ډله ده چې په پښتو ژبه ساینسي متن، درسونه او ویډیوګانې جوړوي.
موخه
د طبیعي علومو ترویج.
ستراتیژي
- ساینسي متن لیکل او ژباړل.
- غږیز او انځوریز علمي مواد تولیدول.
- علمي مباحث جوړول.
ماموریت
په افغانستان کې د کتاب چاپولو تجربو ښودلې چې د کتابونو د چاپشمېر محدودیت د علم خپراوي ته یو لوی خنډ دی. له بل پلوه زموږ کمشمېر هېوادوال په پیسو د کتاب اخیستلو توان لري. پورتنیو دوو مسئلو ته په پام سره، موږ په نوي نشراتي موډل کار وکړ. زرغون به له دې وروسته خپل ټول نشرات په لیکه کوي او په دې توګه به علومو ته لاسرسی آسانه او ارزانه کیږي.