د بورس په اړه
د ساینس برخې ډېر مینهوال د لوړو زده کړو فرصتونه د غربت له وجهې له لاسه ورکوي. زرغون د غربت او جنسیت په اساس له زدهکړو محرومو هېوادوالو ته په ساینس (فزیک، ریاضي، کیمیا، بیولوژي او انجنیري) برخو کې د بورسیو اعلان کوي. دغه بورسیې چې د ارواښاد انجنیر غلامنقیب رسولي پنامه دي، یوازې به په ساینس برخه کې وي. ارواښاد انجنیر رسولي، د هېواد یو له صادق بچیانو و، چې له تخصصي کار سره یې د ساینسي مضامینو وړیا تدریس هم کاوه. انجنیر رسولي ډېر شمېر ځوانان د ساینس په برخه کې وروزل او پرته له کوم غرضه یې د دوی مالي او معنوی ملاتړ کاوه.
موخه
د ساینسي مضامینو د زدهکړو او د ساینس فرهنګ د ودې په برخه کې د انجنیر غلامنقیب رسولي د ځانګړې ونډې په ویاړ، زرغون په ساینس برخه کې د لوړو زده کړو په موخه د افغان محصلینو د ملاتړ لپاره دغه بورسیه اعلانوي.
د بورسیې جزئیات
د زړه کړو څانګې:
د انجنیرنقیب بورسیه یوازې د ساینس برخې زدهکوونکو ته په لاندې څانګو کې هر کال اعلانیږي:
- فزیک
- ریاضیات
- کیمیا
- بیولوژي
- انجنیري
درجه:
د انجنیر غلامنقیب رسولي بورسیه په لاندې تحصیلي مقاطعو کې ورکول کیږي:
- لیسانس
- ماستري
- دوکتورا